دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سهواګ هغه راز افشاء کړ، د کوم پر اساس چې پاکستان له هندوستان لوبه نشي ګټلی

د کرکټ په نړۍ کې پاکستان او هندوستان دوه هغه هېوادونه دي چې ترمنځ یې لوبه له بلې هرې لوبې ډېر تعقیبونکي او مینوال لري.

کله هم چې یادې دوه لوبډلې په نړیوال جامونو کې سره مخ شوي، د نندارې په موخه یې ټیکټونه په څو شیبو کې پلورل شوي او لوبغالی له ننداره چیانو ډک شوی.

دواړه لوبډلې تر اوسه په نړیوال شل اوریز او نړیوال پنځوس اوریز جامونو کې دوولس ځلې سره مخ شوي چې هر ځل پاکستان له هندوستان ماتې منلي.

دا ځل پاکستانیو رسنیو د خپلو لوبغاړو له قوله خبر ورکړی چې پاکستان به تاریخ ته تغیر ورکوي او هندوستان ته به په نړیوال شل اوریز جام کې ماتې ورکوي.

خو بل اړخ ته بیا د هندوستان ملي لوبډلې پخواني اوپنر لوبغاړي ویرېندرسهواګ هغه راز افشاء کړی، د کوم پر اساس چې پاکستان له هند لوبه نشي ګټلی.

نوموړی چې د پاکستانۍ رسنۍ د هغه عنوان په مقابل کې وپوښتل شو کوم کې چې ویل شوي دي “پاکستان به تاریخ بدل کړي ” سهواګ یې په ځواب کې ویلي:
“که زه ۲۰۱۱ او ۲۰۰۳ کالونو ته وګورم نو موږ هلته تر لږ پریشر لاندې وو، ځکه زموږ مؤقف په نړیوالو لوبو کې له پاکستان ښه پاتې شوی؛ زما په نظر کله هم چې موږ له پخواني انداز سره لوبه کوو نو موږ هېڅکله مخکې له مخکې د بریا بیانیې او د مقابل طرف د ماتې خبرونه نه ورکوو.خو بعضې بیا دا عمل تکراروي لکه څنګه چې پاکستان ویلي “دا ځل به تاریخ بدلوو “.هند هېڅکله دا ډول خبرې نکوي؛ موږ پخپل تیاري کار کوو، کله چې یوه لوبډله ښه تیاری ولري نو پدې بیا ټول پوهیږي چې د ښه چمتوالي نتیجه څه وي”.

ټاکل شوي څو پاکستان او هندوستان به د شپږم ځل لپاره په نړیوال شل اوریز کرکټ جام کې د روانې اکټویر میاشتې پر ۲۴تمه نیټه یو د بل خلاف مخامخ شي.

اکبر علي سمون

اکبرعلي سمون خوست ولایت کې د افغان کریک انفو همکار او د خوست ولایتي کرکټ ادارې د میډیا مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې