افغانستان کریکټمقالې

د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزه لوبو کې د افغان ملي لوبډلې پر پرمختګ خبرې کړي.

آی سي سي یا کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان کرکټ پر ملي لوبډلې خبري کړې دي.

نړیوالې شورا د افغان ملي لوبډلې اړوند یو خبر پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې وروسته تر هغه خپور کړ، چې ملي لوبډلې تېره ورځ په شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې د ښه چمتوالې په موخه د سویلې افریقا لوبډلې سره تمریناتې لوبه ترسره کړه.

په یاده لوبه کې د افغانستان په ملي لوبډله کې ځینې پخوانې لوبغاړي یو ځل بیا راڅرګند شوه او یاده لوبه افغانستان په ۴۱ منډو وبایلل.

د نړیوالې شورا د خبر له مخې، د افغانستان د کرکټ نړیوالې کچې په ترتیب کې له حیرانوونکي لوړوالي څخه خوند اخیستی او په ګړندي سرعت سره ګامونه اخلي، افغان ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو له شرایطو سره ښه بلده ده او په یاد هیواد کې یې زیاتې لوبې ترسره کړې دي.

کله چې دوی په په ۲۰۱۰م کال شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې د لومړي ځل لپاره په ویسټ انډیز کې ولیدل شوه، دا د دوی د دوامداره پرمختګ کیسه وه، په داسې حال کې چې دې لوبډله کې ځیني پخواني لوبغاړي ښکاري خو نوي ځوان لوبغاړي هم پکې راڅرګند شوي، افغان ملي لوبډله دا وړتیا لري چې په دې نړیوال جام کې غوره سیالۍ ترسره کړي.

په شل اوریزه لوبو کې د افغانستان کرکټ پیاوړي لوبغاړي لري، له کومه وخته چې افغان ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا سره خپله لوبډله ثبت کړې، کرکټ یې د پرمختګ پر لور روان دی.

د متحده عربي اماراتو ویشتنځایونه، چې تر ډېره پورې سلو توپ اچونکو ته جوړ دي، افغانستان په دې برخه کې زیاته قوي ده ځکه راشد، نبي او مجیب په لوبډله کې لري او دوی ښه توپ وهنه هم ترسره کولی شي.

اصغر افغان په لوبډله کې د تجربه کاره لوبغاړي په توګه ښه روان دی او ځاځی، نجیب، او شهزاد په افغان ملي لوبډله کې د توپوهني په برخه کې خطرناکه ثابیتېدای شي.
په شل اوریزه لوبو کې تراوسه افغانستان ۸۴ لوبې ترسره کړي ۵۸ یې ګټلې او ۶۹.۶۴ د لوبو د ګټلو فیصدي لري.

له دې هر څه سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کولی شی په عربي اماراتو کې لوی پرمختګ وکړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې