لیګونه

د سریلانکا کورنۍ شل اوریزه کرکټ لیګ دویم پړاو د تېر پرتله په نوي بڼه ترسره کیږي.

د سریلنکا کرکټ بورډ او لنکا لیګ مسؤلینو ومنله چې دا ځل به لنکا لیګ د هندوستان غوره لیګ په بڼه ترسره کړي او دا لیګ به د ډیسمبر په ۵ مه نېټه پېل او د اکټوبر تر ۱۸ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د یاد لیګ مسؤلین وایي، چې لنکا پرېمر لیګ به اوس د پخوا په څېر نه، بلکې لوبډلې به د لوبو وروسته نیمه پای لوبه او اېلېمېنېټر هم ولري.

د جدول د سر دوې لوبډلې به خپل په مینځ کې لوبه ترسره کوي، ګټونکې لوبډله به پای لوبې ته لاره پېدا کوي، خو بایلونکې لوبډله به یو بل چانس هم ولري، تر څو پای لوبې ته د وتلو لپاره د درېیم او څلورم مقام لوبډلو ګټونکي لوبډلې سره دویمه نیمه پای لوبه ترسره کړي.

له دې مخکې د سریلنکا کرکټ بورډ مسؤلینو اعلان کړی و، چې دویم پړاو لنکا لیګ د لوبغاړو پېرلو مراسمو ته څه باندې ۶۰۰ بهرنیو او کورنیو لوبغاړو ځانونه ثبت کړي.

له دې مخکې د لنګا لیګ په لومړي پړاو کې دوه نیمه پای لوبې ترسره کېدې، چې دوه لوبډلو به نېغ په نېغه پای لوبې ته لاره موندله خو اوس به داسې نه وي.

د ۲۰۲۱ کال لنکا لیګ کې ټولې پنځه لوبډلې برخه لري، چې په مجموعي توګه به ۲۴ لوبې په کې ترسره شي.

باید وویل شي، چې لنکا لیګ کې د نورو بهرنیو لوبغاړو سربېره افغان لوبغاړو هم ځانونه د پېرلو مراسمو ته ثبت کړي، خو دا لا نه ده معلومه، چې کومو لوبغاړو په کومه کټګورۍ کې ځانونه نوماند کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې