بهرني لوبغاړيلیګونه

۲۰۲۱ هند غوره لیګ سیالیو کې زیاتې ویکټې، زیاتې منډې او زیاتې شپږیزې کوم لوبغاړي ووهلې؟

د هند غوره لیګ سیالۍ چې تېر ماښام د چینای لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې، چینای پکې د څلورم ځل لپاره دا جام په خپل نوم کړ.

په یادو سیالیو کې د چینای لوبډلې لوبغاړي په ټول ټورنمنټ کې زیاتې منډې، د پنجاب لوبډلې لوبغاړي زیاتې شپږیزې او د بنګلور لوبډلې لوبغاړي پکې تر ټولو ډیرې ویکټې ترلاسه کړې.

د چینای لوبډلې روتراج ګیاک واډ په ۱۴م پړاو هندوستان غوره لیګ سیالیو کې تر ټولو ډیرې ۶۳۵ منډې جوړې کړې او د ټول ټورنمنټ د زیاتو منډو جوړولو جایزه یې خپله کړه.

په داسې حال کې چې له ده سره په څنګ کې د چینای لوبډلې بل لوبغاړي ډوپلیسي ۶۳۳ منډې جوړې کړې وې او ترمنځ یې یوازې ۲ منډې فرق شتون درلود.

بل لورې ته د بنګلور لوبډلې لوبغاړي هارشیل پټېل په هند غوره لیګ سیالیو کې تر ټولو ډیرې ویکټې ترلاسه کړې، نوموړی وتوانېد چې په دې فصل کې ۳۲ لوبغاړي وسوځوي.

دا لومړی ځل دی، چې په یوه فصل کې یو توپ اچونکی په دومره شمېر لوبعاړي سوځوي.

همدارنګه د پنجاب په لوبډله کې کېل راهول تر ټولو ډیرې ۳۰ شپږیزې ووهلې او دا جایزه یې په خپل نوم کړه.

د یادونې ده، چې راهول هم د زیاتو منډو جوړولو په لېست کې شامل لوبغاړی وو، چې ۶۲۶ منډې یې جوړې کړې وې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې