افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهمرکې

کېن ویلمسن: راشدخان به په نړیوال جام سیالیو کې وژونکې توپ اچونه ترسره کړي.

د نیوزلینډ د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی او لوبډلمشر کېن ویلمسن وایي، راشدخان به په نړیوال جام سیالیو کې خطر ناک ثابت شي.

د جیو سوپر پاکستانۍ ورزشي ویب پاڼې د خبر له مخې کېن ویلمسن زیاته کړې:” د افغانستان سوپر سټار لیګ سپینر راشد خان ارمان به په اووم پړاو شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یو له خطر ناکو توپ اچونکو څخه وي او ډېر خطرناکه به ثابت شي.

همدارنګه تر ټولو ښه خبره دا ده، چې هره لوبډله به له هرو درېیو ورځو وروسته په مختلفو میدانونو کې له نوي لوبډلې سره مخ کیږي نو د هرې لوبې لپاره نوي پلان سره لوبغالې ته داخلېدل مهم دي.”

ویلسمن د افغان لوبغاړي راشد خان په اړه یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په هند غوره لیګ سیالیو کې ویلمسن او راشد په یوه لوبډله حیدراباد کې لوبیږې.

راشد خان د هند غوره لیګ په ۱۴م پړاو سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره ۱۸ ویکټې ترلاسه کړې.

د دې ترڅنګ ویلمسن وویل، چې هره لوبډله کوښښ کوي، تر څو په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې ښې لوبې ترسره کړي.

د یادونې ده، چې شل اوریزه نړیوال جام سیالۍ سبا پېلیږي او د نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د یوې اتلې لوبډلې په بریا سره پای ته رسیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې