لیګونه

چینای سوپر کینګز د څلورم ځل لپاره د انډین پریمر لیګ «ای پي ایل» اتلولي ترلاسه کړه.

د ۲۰۲۱ م کال څوارلسم پړاو انډین پریمر لیګ «ای پي ایل» وروستۍ پایلوبه د کلکتې او چینای ترمنځ ترسره شوه چې پکې چینای لوبډلې په ۲۷ منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې چینای لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۲۰ اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۹۲ منډې وکړې او کلکتې لپاره ۱۹۳ منډې هدف وټاکل شو.

چینای سوپر کینګز ته فاف ډوپلسي ۸۶، ترڅنګ یې معین علي چټکې په ۲۰ توپونو *۳۷ ناسوځېدلي منډې وکړې، کلکتې لپاره سونیل نارین په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې ۲ ویکټې یې ترلاسه کړې.

کلکتې د ټاکل شوي هدف په تعقیب ښه لوبه پیل کړه، خو د تېرې لوبې په څېر د اوپنرانو سوځېدو وروسته میډل ارډر توپ وهونکو زیمواري ونه خیسته، کلکتې لومړۍ ویکټ د لوبې په یولسم اور کې د لاسه ورکړه پداسې حال کې چې ۹۱ منډې یې درلودې.

خو د دواړو اوپنرانو سوځېدو وروسته چې شبمن ګیل ۵۱ او وینکتیش ایر ۵۰ منډې وکړې، کلکتې وروسته ژر ژر ویکټې د لاسه ورکړې چې د ۹ لوبغاړو سوځېدو په سر یې۱۶۵ منډې وکړې او د ۲۷ منډو په توپیر یې لوبه بایلوده.

د کلکتې نورو مهمو لوبغاړو کې نیتش رنا صفر، سونیل نارین دوه، ایون مورګن ۴ او شکیب الحسن په صفر وسوځېدۀ، چینای لوبډلې ته شرډول ټکور ۳، هیزلیووډ او جدیجا دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

په دې د ۲۰۲۱ م کال انډین پریمر لیګ اتلولي چینای سوپر کینګز ترلاسه کړه، دوی په دغه لیګ کې څلورمه اتلولي ثبت کړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې