بهرني لوبغاړيمرکېنړیوال کریکټ

پاکستانۍ لوبډلمشري ثنا میر د پاکستان نارینه ملي لوبډلې په اړه څرګندونې وکړې.

د پاکستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشره ثنا میر وایي، د پاکستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال شل اوریزه جام سیالیو کې ښه چانس لري، څو دا جام په خپل نوم کړي.

د ثنا میر په وینا:” ټول نړیوال د نارینه ؤ شل اوریز نړیوال جام لوبو ته سترګې په لار دي، خلک به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د همدې سیالیو په برکت د یو بل سره وصل شي، همدارنګه غوره لوبغاړي بیا د خپل هیواد لباسونه اغوندي او سیالۍ کوي.”

همدارنګه ثنا زیاته کړه،” چې شل اوریزه لوبو کې هیڅ وړاندوینه نشي کېدلی، هره لوبډله کولی شي په ورستیو شېبو کې بریا خپله کړي.

د پاکستا کرکټ ملي لوبډله قوي ده او په یاد جام کې زیات چانس له ځان سره لري، ځکه چې پاکستان خپلې زیاتې لوبې په اماراتو کې ترسره کړې دي او د هغه ځای له ویشتنځایونو سره پوره بلتیا لري.”

د خپلو خبرو په پایله کې یادې لوبغاړي وویل، چې په شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې به د هند او پاکستان ترمنځ لوبه تر ټولو جذابه لوبه وي او زیات شمېر مینوال به ولري.

ټاکل شوې ده، چې سبا د شل اوریزه نړیوال جام سیالۍ پېل شي، خو پاکستان او هند به د اکټوبر په ۲۴مه نېټه د یو بل پر وړاندې لوبه ترسره کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې