نړیوال کریکټ

ټایمز اف اینډیا: راهول ډراوېډ د هندۍ لوبډلې سره د مشر روزونکي په حیث دوه کلن تړون وکړ

ټاکل شوي څو د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې اوسنی مشر روزونکی،راوي شستري له اووم پړاو شل اوریز نړیوال جام وروسته، له هندوستان کرکټ ملي لوبډلې سره د روزنې دنده پای ته ورسوي.

د راپورونو له مخې هندوستان کرکټ بورډ وار دمخه د یاد هېواد پخواني باتجربه لوبغاړي راهول ډراوېډ سره تؤافق کړی څو د هند ملي لوبډلې د مشر روزونکي په حیث دنده مخته یوسي.

د مالوماتو له مخې، راهول ډراوېډ به د شوي تړون پر اساس د لس کروړه هندي روپیو د تنخوا په مقابل کې، د دوه کالونو لپاره د هندوستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په حیث دنده مخته یوسي.
د ورکړل شویو مالوماتو پر اساس هند کرکټ بورډ، پارس ممبري د بهارت ارون پر ځای د توپ اچونې روزونکي پر ځای انتخاب کړی.

۴۸ کلن ډراوېډ د ۱۹۷۳ م کال د جنوارۍ پر یوولسمه نیټه د هندوستان ماهدراپردېش ایالات په انډور سیمه کې زیږیدلی.
نوموړي د هندوستان لپاره له ۱۹۹۶ تر ۲۰۱۲ م کال پورې نړیوال کرکټ ترسره کړی.
ټاکل شوي څو یاد تازه ګمارونکي اشخاص به له نړیوال جام وروسته، د نیوزلینډ سفر په ترڅ کې خپلې دندې پیل کړي.

ډراوېډ د هند ملي لوبډلې لپاره ۱۶۴ ټېسټ او ۳۴۴ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي؛ هغه په یادو لوبو کې په ترتیب سره ۱۳۲۸۸ ټېسټ او ۱۰۸۸۹ منډې په یو ورځنیو لوبو کې جوړې کړي.

اکبر علي سمون

اکبرعلي سمون خوست ولایت کې د افغان کریک انفو همکار او د خوست ولایتي کرکټ ادارې د میډیا مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې