دلوبغاړو په اړهریکارډونهلیګونه

مهندراسینګ ډوهني لخوا یو بل ستر ریکارډ!

د چنای سوپر کینکز لوبډلې مشر مهندراسینګ ډوهني لخوا د کرکټ په ډګر کې یوه بله ستره لاسته راوړنه ترلاسه کړه.نوموړی په نړۍ کې لومړۍ لوبغاړی شو چې په ۳۰۰ شل اوریزو لوبو کې کپتاني ترسره کوي.

مهندراسینګ ډوهن دغه ستر ویاړ هغه مهال ترلاسه کړ چې د کلکټې خلاف د تیرې شپه په لوبه کې ټاس یا پچې اچونې ته ښکته شو.

د ۴۰ کلن مهندراسینګ ډوهني دا په ای پي ایل سیالیو کې لسم وار وو، چې ای پي ایل پایلوبه کې برخه اخلي(نهه ځلې) یې یوازې د چنای لپاره ای پي ایل کې برخه اخیستي ده.

ددې ترڅنګ نوموړي یو ځلې د رایزینګ پوني سوپر جئینټس لوبډلې لپاره ای پي ایل سیالیو کې کپتانی ترسره کړي ده.

مهمدراسینګ ډوهني د هند کرکټ ملي لوبډلې د وخت یو بهترین افسانوي لوبغاړی پاتي شوی دی،چې دده په کپتانۍ کې هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو جامونو اتلوالۍ هم خپلې کړي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې