افغانستان کریکټمقالېنړیوال کریکټ

عزیزالله فضلي په اسیایي غونډه کې له نورو اسیایي هېوادونو کرکټ بورډ مشرانو سره خپل معلومات شریک کړل.

له دوه کلن ځنډ وروسته په متحده عربي اماراتو کې د «اسیایي شورا» غونډه ترسره شوه چې پکې د افغانستان کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي هم ګډون درلود.

په غونډه کې د اسیا کرکټ پرمختګ، اسیایي جام او نورو موضوعاتو باندې بحث وشو، په دغه غونډه کې د افغانستان کرکټ اوسني وضعیت باندې هم بحث شوی.

د افغان کرکټ بورډ معلوماتو له مخې چې د افغانستان کرکټ مشر عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ اړوند تفصیلي خبرې وکړې او غوره معلومات یې وړاندې کړل.

عزیزالله فضلي په دغه ناسته کې د افغان کرکټ د اوسنیو فعالیتونو، لوبو او پروګرامونو سربېره د افغان کرکټ د راتلونکو اهدافو او پرمختګونو په تړاو هم معلومات وړاندې کړل او په وینا یې، د افغان حکومت اوسني مشرتابه هم ورسره د هر ډول مرستې ټټر ډبولی دی.

فضلي دغه راز وویل، زموږ له ټولو اوسنیو پرمختګونو او لاسته راوړنو افغان ملت هم ډېر خوشحاله دی او موږ هڅه کوو چې د دوی د لا ډېرو خوښیو لپاره لا ډېر فعالیتونه وکړو او په افغانستان کې به د کرکټ د پرمختګ او رایجولو لپاره هم له هیڅ ډول هڅو ځان ونه سپموو.

د افغان کرکټ بورډ لخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې سربېره پر دې د دغې ناستې په حاشیه کې د کرکټ اسیایي شورا له نورو غړو هېوادونو سره هم ناستې وشوې او ښاغلي فضلي پکې غړو هېوادونو ته د هغوی د شته اندېښنو او پوښتنو په تړاو بشپړ معلومات شریک کړل چې په پایله کې یې ټولو هېوادونو د افغان کرکټ د وضعیت په تړاو خوښي څرګنده کړه.

د اسیا کرکټ کونسیل ناسته هر کال ترسره کیږي چې د اړتیا په صورت کې دوه ځله هم کیږي، د اسیایي شورا مشري اوس مهال د هندوستان کرکټ کنټرول ادارې سکرتر «جي شاه» کوي.

د معلوماتو له مخې چې د اسیا کرکټ کونسیل ناستې به درې ورځې دوام ولري چې په جریان کې یې په بېلا بېلو اړخونو بحثونه او پرېکړې کیږي.

د درې ورځو ناستې وروسته به اسیایي شورا د دغه غونډې بشپړ معلومات شریک کړي چې په ترڅ کې یې څه ډول پریکړې ترسره شوي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې