دلوبغاړو په اړه

شهزاد محمدي مهندرا سینګ ډوني ته مبارکي ورکړه.

د افغانستان کرکټ ملي ویکټ ساتوونکي لوبغاړي شهزاد محمدي په ای پي ایل سیالیو کې د خپلې خوښې لوبډلې چنای سوپر کینکز لوبډلې لوبه له سر څخه تر پایه تعقیب کړه او د اتلوالۍ ګټلو وروسته یې چنای سوپر کینکز لوبډلې ټولو مینه والو ته مبارکي ورکړه.

چنای سوپر کینکز لوبډلې تیره شپه پایلوبه کې کلکتې ته په ۲۷ منډو توپیر ماتي ورکولو سره وکولای شول چې د څلورم ځل لپاره د اتلوالۍ جام خپل کړي.

شهزاد محمدي لدې وړاندې پخپلو مرکو کې څو ځلې ویلي،چې نړیوال کرکټ کې یې د خوښې لوبغاړی ایم ایس ډوهني دی او په کومه لوبډله کې چې نوموړی وي،هغه یې د خوښې ټیم دی.

شهزاد لیکلي:” چنای سوپر کینکز ته د اتلوالي مبارک وي.”

د اتلوالۍ ګټلو وروسته ډوهني پخپلو خبرو کې وویل،که له هر چا مو پوښتنه کړي وای،سږ کال د ای پي ایل اتلوالۍ حقداره کې کې ار وه.

د مهندراسینګ ډوهني لپاره د تیرې شپې لوبه پدې یادګاري وه چې نوموړی په نړۍ کې لومړۍ کپتان شو چې ۳۰۰ شل اوریزو لوبو کې د لوبډلې مشري کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې