بهرني لوبغاړيمرکېنړیوال کریکټ

سلمان خان: د ۱۰۰ کالونو وروسته به مي بیا هم د خوښې لوبغاړی ډوهني وي.

د هندوستان فلمي اداکار سلمان خان وایې، د کرکټ په لوبغاړو کې یې تر ټولو د خوښې لوبغاړی ایم ایس ډوهني دي.

د هندوستان پخوانی افسانوی لوبغاړی ایم ایس ډوهني په هند او بهر کې په زیات شمېر مینوال لري او د نوموړي د لوبې ترڅنګ یې د هغه لوبډلمشري زیاته خوښیږې.

ډوهنی تېر ماښام په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې چینای لوبډلې ته د څلورم ځل لپاره اتلولي ور په برخه کړه.

د دې ترڅنګ ډوهني په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې یو بل ریکارډ هم جود کړ، چې په شل اوریزه لوبو کې یې په ۳۰۰ سیالیو کې لوبډلمشري ترسره کړه.

مشهور فلمي اداکار سلمان خان پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې بل فلمي اداکار شاهرخ خان او اداکاره پریټي زینټا د لوبډلو مالکین دي.

د ډوهني په لوبډلمشرۍ چینای لوبډلې د شاهرخ خان لوبډلې کلکتې پر وړاندې پایلوبه ترسره کړه، چې چینای پکې بریا خپله کړه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې