نړیوال کریکټ

راتلونکی اسیا کپ یا «اسیاجام» به د افغانستان ګاونډي هېواد په کوربه توب ترسره شي.

د اسیا د کرکټ شورا «اې سي سي» پرون په دوبۍ کې په یوه غونډه کې پریکړه وکړه چې پاکستان به د ۲۰۲۳ م کال اسیا کپ کوربه توب وکړي.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجا او د هندي کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي هم په غونډه کې یو بل یره ولیدل پداسې حال کې چې ګنګولي هم راجا ته بلنه ورکړه چې د «ای پي ایل» فاینل له نږدې وګوري.

د اسیا کرکټ شورا په غونډه کې پریکړه وکړه چې د ۲۰۲۲ م کال آسیا کپ به د سریلانکا په کوربه توب ترسره کیږي چې د شل اوریزه جام پر اساس به په شل اوریزه فارمټ کې ترسره شي.

پداسې حال کې چې د ۲۰۲۳ م کال اسیا کپ به د پاکستان په کوربه توب پنځوس اوریزه فارمټ کې ترسره شي.

د آسیایي سورا ناستې وروسته په یوه اړخیزه ناسته کې د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجا ته بلنه ورکړه چې د «ای پي ایل» فاینل وګوري ، مګر نوموړي پکې ګډون ونه کړ.

د یادونې وړ ده چې رمیز راجا د پنجشنبې په ورځ د اسیا د کرکټ شورا په غونډه کې د هند د کرکټ بورډ منشي جی شاه سره هم ولیدل، جې شاه دا مهال د اسیا د کرکټ شورا مشري کوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې