مقالې

د ډهوني لپاره یو ښه خبر؛ هغه د دوهم ماشوم پلار کیدونکی دی

چینای سوپر کېنګز لوبډلې د ډوني تر لوبډلمشرۍ لاندې، د څلورم ځل لپاره د هند غوره لیګ یا IPL سیالیو اتلوالي ترلاسه کړه.
دوی په پایلوبه کې د کلکتې لوبډله، په ۲۷ منډو له ماتې سره مخ کړه.

د یادې اتلوالۍ د نمانځلو په پار د چینای سوپر کېنګز لوبډلې د لوبډلمشر اېم اېس ډوهني میرمن ساکشي او لور یې زیوا هم د لوبغالي منځ ته ورغللې، او یاده لویه حوشالي یې له ډوني سره یو ځای ونمانځله.

په خپرو شویو انځورو کې ساکشي په زېړ رنګه لباس کې ښکاري چې له خپل خاوند (ډوني) یې د خوښۍ په پار لاسونه راتاو دي.

که څه هم ډوني د خپل راتلونکي ماشوم په اړه یاد خبر پټ ساتلی خو لوبغالي ته یې د میرمنې په ورښکته کیدو،ښکاره شوه چې نوموړې حامله ده.

د هندوستان ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د چینای سوپرکېنګر کورنۍ غړي سوریش رینا میرمنې پیرینکا تائید کړې، چې د ډوهني میرمن ساکشي حامله ده او په ۲۰۲۲ کال کې به ډوهني د یو بل ماشوم پلار هم شي.

اکبر علي سمون

اکبرعلي سمون خوست ولایت کې د افغان کریک انفو همکار او د خوست ولایتي کرکټ ادارې د میډیا مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې