افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهریکارډونه

د ځاځي هغه ریکارډ چې لاهم د افغان لوبغاړو په منځ کې لومړی مقام لري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی حضرت الله ځاځی یوازنی لوبغاړی دی، چې په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې یې افغان لوبډلې ته تېزه سلیزه جوړه کړې ده.

ځاځي په ۲۰۱۹ کال کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په یوه شل اوریزه لوبه کې په ۴۲ توپونو تېزه سلیزه بشپړه کړه، چې تراوسه کوم بل افغان لوبغاړي په دومره کمو توپونو سلیزه نده جوړه کړې.

په یاده لوبه کې ځاځي په ۶۲ توپونو ۱۶۲ منډې جوړې کړې او د شل اوریزه لوبو په یوه سیالۍ کې دوهم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وشمېرل شو.

د ایرلینډ پر وړاندې لوبه کې د حضرت الله ځاځي د ښې توپ وهنې په خاطر افغانستان په شل اوریزه لوبو کې تر ټولو لوړ ۲۷۸ سکور، تر ټولو لوړ ۲۳۶ منډې د دوو لوبغاړو ترمنځ ښه ملګرتیا او په یوه پاڼۍ کې تر ټولو ډیرې ۱۶ شپږیزې وهلو ریکارډ جوړ کړ.

د یادونې ده، چې په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې د سویلې افریقا لوبډلې لوبغاړي ډیویډ مېلر په ۳۵ توپونو تېزه سلیزه جوړه کړې ده.

همداسې په ترتیب سره روهیت شرما په ۳۵ توپوهونو، د سکاټلېنډ مونسي په ۴۱ توپونو او د افغانستان ځاځي په ۴۲ توپونو تېزه سلیزه په خپل نوم ثبت کړې ده.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې