دلوبغاړو په اړهمقالې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني پښتون الراونډر او لوبډلمشر شاهد خان افریدي اخېر هم د افغانانو سره خپله غمشریکي شریکه کړه.

شاهدي افریدي په دې وروستیو کې هڅه کوي سیاست ته داخل شي، ځکه خو نوموړی د نړۍ په کوټ کوټ بدې پېښې غندي، افریدي په تېرو وختونو کې د فلسطین، عراق او کشمیر سربېره د نړۍ په کوټ کوټ کې مرګوني پېښې غندلي دي.

خو یوازې افغانستان و چې نوموړي یې په شل کلنه جګړه او هر ډول مرګوني بریدونو سترګې پټې کړې وې، له همدې امله به چې نوموړي کومه پېښه د خپل ټویټر د لارې غندله، د اففانانو له سخت غبرګون سره به مخ شو.

افغانستان کې د اسلامي امارات په راتګ شاهد افریدي هم خپله خولۀ خلاصه او د افغانانو سره یې غمشریکي وکړه.

وروسته له هغې چې په تېرو دوه اونیو کې لومړی کندوز او بیا کندهار کې د جمعې لمنځه پرمهال په لومنځ کونکو ځانمرګي بریدونه وشول، سلګونه کسان یې مړۀ او ټپيان کړل، افریدي خپله خواښوږي څرګنده کړه.

نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:” یوه بله جمعه، د وحشت یوه بله کارنامه، کندوز او کندهار په وینو سرۀ شول، د افغانستان لپاره تسلیت او دعا کوم، خدای دې وکړي چې دغه بې اتفاقي د تل لپاره ختمه شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې