دلوبغاړو په اړه

د پاکستان پخواني کریکټر اوسني مبصر «بازیدخان» په راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام کې پنځه غوره کریکټران یاد کړل چې پکې افغان لوبغاړی هم شامل دی.

لکه څنګه چې په څو ورځو کې شل اوریزه نړیوال جام پیل کیږي، د پاکستان پخوانی کرکټر اوسني وتلی تبصره کونکی «بازید خان» خپل پنځه غوره لوبغاړي اعلان کړل.

د پخواني بیټر په وینا چې راتلونکي شل اوریزه نړیړال جام کې به دغه لوبغاړي ښه وځلیږي، او مینه وال به یې له لوبې خوند واخلي.

بازید د کرکټ نړیوالې شورا سره په خبرو کې وویل: هغه لوبغاړي چې زما لپاره غوره دي ، راشد خان لومړی نمبر دی.

۴۰ کلن پخواني لوبغاړي وویل چې په متحده عربي اماراتو کې شرایط به د افغانستان ستوري راشدخان لپاره مناسب وي، څوک چې یو څه ګړندی «چټکه» توپ اچونه کوي ، یو څه سپن “څرخ” لري او په سمه توګه توپ اچونه کوي، د توپ وهونکي لپاره به دا ستونزمن وي چې د متحده عربي اماراتو شرایطو کې په هغه برید وکړي، ځکه چې ځینې وخت هغه عجیب توپونه اچوي.

د نوموړي دویم انتخاب پاکستانی ویکټ کیپر لوبغاړی محمد رضوان و.

نوموړي وویل چې د پاکستان ویکټ کیپر بیټر په ورو پچونو کې ښه لوبیږي، ځکه چې هغه سویپ شاټ ښه لوبوي او سپنر “ورو” توپ اچونکی ښه لوبوي، “زه فکر کوم هغه به په دې شرایطو کې کومه ستونزه ونلري، سربیره پردې هغه د ویکټو ترشا عالي دنده ترسره کوي.

نوموړي په درې نورو لوبغاړو کې د نیکولاس پوران، ډیویډ مالان او رویندرا جدیجا نومونه یاد کړل چې راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام کې به ښې لوبې وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې