دلوبغاړو په اړهلیګونهمرکې

د هند غوره لیګ دریمې اتلولۍ خپلولو هڅه کې ناکامه ایون مورګن وایي”

کلکتې نایټ رایډرز د جمعې په ورځ د انډین پریمر لیګ «ای پي ایل» د دریمې اتلولۍ ګټلو هڅه ناکامه شوه، مګر لوبډلمشر «ایون مورګن» وویل چې هغه د لوبغاړو لخوا د مبارزې له امله خورا ویاړ له ځان سره لري.

د څوارلسم پړاو انډین پریمر لیګ پایلوبه کې چینای سوپر کینګز په ۲۷ منډو کلکته ماته کړه چې د یاد لیګ څلورمه اتلولي یې ترلایه کړه.

د کلکتې لوبډلې لوبډلمشر د لوبې وروسته وویل:” هغه څه چې اړین و موږ ترسره کړل، زموږ لوبډلې لوبغاړو خورا سخته مبارزه وکړه، همدغه مبارزه زموږ لپاره ویاړ دی.

هغه زیاته کړه:” وینکتیش اییر او شوبمن ګیل د پام وړ لوبې وکړې،راهول ترپاټي نن دلته هرڅه پریښودل ، بدبختانه هغه ټپي شو.

مورګن څرګنده کړه چې د لوبډلې مالکین، شاروح خان او وینکي د دوی لوی ملاتړ وکړ او له کړنو یې خوشاله وو.

کلکتې روان کال د لیګ مرحلې سیالیو کې له ۱۴ سیالیو څخه ۷ ګټلي وې او همدومره یې بایللي وې، دوی په ریټ رن ریټ سره ممبۍ لوبډلې پرېښوده او پلې آف پړاو ته کوالیفای شوه.

د کلکتې لوبډلې مشر روزونکي برینډن مککلم د مورګن نظرونه په ګوته کړل، نوموړي وویل چې موږ په هغه څه ویاړو چې ټولو هلکانو وکړل، چینای سوپر کینګز او د هغوی مشرانو ته مبارکي وایم.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې