دلوبغاړو په اړهلیګونه

۲۰۲۱ آی پي اي سیالیو کې راشد دویم سلو توپ اچونکی دی چې زیاتې ویکټې یې اخیستې دي.

د هندوستان غوره لیګ سیالۍ، چې نن یې پایلوبه د چینای او کلکتې لوبډلې ترمنځ ترسره کیږي دا به د ۲۰۲۱ سیالیو ورستۍ لوبه وي.

په دې سیالیو کې زیاتو لوبغاړو ښې لاسته راوړنې درلودې، چې په سلو توپ اچونکو کې واریون چکروارتي، راشدخان او یوزندرا چاهال په ټول ټورنمنټ کې د سلو توپ اچونکې په برخه کې ښه توپ اچونه ترسره کړې ده.

چکروارتي د کلکتې لوبډلې سلو توپ اچونکی دی، نوموړې په ۱۶ لوبو کې د کلکتې لوبډلې په ګټه ۱۸ لوبغاړي سوځولې دي.

دوهم ځای کې راشد خان په ۱۴ لوبو کې د ۸۴ منډو ترڅنګ ۱۸ لوبغاړي سوځولې دي.

او په درېیم ځای کې یوزندرا چاهال په ۱۵ لوبو کې ۱۸ لوبغاړي سوځولې دي.

په یادو لوبغاړو کې چکروارتي لاهم چانس لري، تر څو د خپلو ویکټو تعداد نور هم زیات کړې، ځکه چې یوه لوبه لاهم په مخکې لري.

بل لورې ته د راشد او چاهال لوبډلې له روان لیګ څخه بهر شوي دي او له دې لوبو سره یې مخه ښه کړې ده.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې