نړیوال کریکټ

پاکستان لوبډله نن عربي اماراتو ته روانه شوه، خو ولې دومره ناوخته، کراطین یې څو ورځې دی؟

پاکستان لوبډله د قرانطین پوره کولو وروسته نن د محتده عربي اماراتو په لور روانه شوه.

پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام کې د ګډون په موخه نن د متحده عربي اماراتو په لور روانه شوه.

د راپورونو له مخې چې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې خپل شپږ ورځینۍ قرانطین په پاکستان کې سر ته رسولی، اماراتو ته په رسېدو به پرته له قرانطین خپل تمرینات ترسره کړي.

ټاکل شوې ده چې د نړیوال جام رسمي سیالیو وړاندې به پاکستان لوبډله دوه تمریناتي سیالۍ د اکتوبر په ۱۸ مه د ویسټ انډیز او د اکتوبر په ۲۰ مه نېټه به دویمه او وروستۍ تمریناتي لوبه د سویلي افریقا لوبډلې خلاف ترسره کړي.

پاکستان به د نړیوال جام په رسمي سیالیو «بي» ګروپ کې د سرختو سیالانو هندستان، نیوزیلینډ، افغانستان او دوه نورې یې د کوالیفایر راونډ د لارې راځي ولوبیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې