مرکېنړیوال کریکټ

هربجن سینګ د هند او پاکستان ترمنځ سیالۍ وړاندې شعیب ته یو پیغام لیږلی چې ممکن هغه یې سخت خواشینی کړی وي.

د هندۍ لوبډلې پخواني اف سپین توپ اچونکي «هربجن سینګ» یو پیغام افشا کړ چې هغه په ​​راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې د هند او پاکستان ترمنځ سیالۍ څخه مخکې شعیب اختر ته لیږلی و.

هربجن سینګ چې اوس مهال د هند غوره لیګ په سیالیو کې مصروف دی، له متحده عربي اماراتو څخه د سټار سپورټس سره په خبرو کې وویل چې هغه له دمخه شعیب اختر ته یو پیغام لیږلی چې هندوستان به په اسانۍ سره پاکستان ته ماتې ورکړي.

هربجن سینګ ستار سپورټس ته وویل ” ما شعیب اختر ته وویل چې د پاکستان د لوبې او لوبېدل په څه معنی؟، تاسو به لوبه صرور وکړئ، تاسو به بیا لوبه له لاسه ورکړئ، تاسو به خفه شئ، زموږ زموږ لوبډله خورا قوي ده، خورا پیاوړي لوبغاړي لري، زموږ لوبډله به په اسانۍ سره تاسو ته ماتې درکړي.

هربجن سینګ هغه وخت د هندي لوبډلې برخه و کله چې په ۲۰۰۷ م کال شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې پاکستان ته ماتې ورکړه، هغه یو له هغه توپ اچونکو څخه هم و چې د ۲۰۰۷ م کال شل اوریز نړیوال جام کې یې په توپ اچونه کې سټمپونه وویشتل.

باید یاده کړو چې راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې به دواړه لوبډلې د اکتوبر په ۲۴ مه نېټه یو بل سره مخامخ شي، خو په ترسره شویو ۱۲ نړیوالو حامونو سیالیو کې پاکستان د هند خلاف هېڅ بریا نده ثبت کړې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې