نړیوال کریکټ

د شل اوریزه نړیوال جام تمریناتي سیالیو په دوام وروستۍ لوبې ترسره شوې، خو د کور زمري بنګله دیش دواړه سیالۍ وبایللې.

راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام ته د تیاري په موخه د کوالیفایر راونډ لوبډلو ترمنځ وروستۍ تمریناتې سیالۍ ترسره شوې چې پکې ایرلینډ، سکاټلینډ، او نیدرلینډ بریاوو، خو بنګله دیش، نیمبیا او عمان لوبډلې له ماتې سره مخ شوې.

لومړۍ لوبه کې ایرلینډ په ۳۳ منډو بنګله دیش مات کړ، ایرلینډ د ۳ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۷۷ منډې وکړې چې پکې ګیرت ډیلاني ۸۸ منډې وکړې.

بنګله دیش یې په ځواب کې ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۴۴ منډې وکړې او د ۳۳ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

بنګله دیش لدې وړاندې په لومړۍ تمریناتي سیالۍ کې له سریلانکا څخه په ۴ ویکټو ماتې خوړلې وه.

بنګله دیش په خپل کور کې استرالیا او نیوزیلینډ لوبډلې ماتې کړې چې د بنګله دیش لوبغاړو او مینه والو یې نړیوال جام کې خپلې لوبډلې ته هیلې زیاتې شوې وې، خو ښایي له خپل کور څخه بهر هغه رقم سیالۍ ترسره نه کړي.

د تمریناتي سیالیو په جریان دویمه لوبه کې نیدرلینډ په ۴ منډو عمان ته ماتې ورکړه، نیدرلینډ ۱۶۵ منډې کړې وې چې عمان یې په ځواب کې په ۱۶۱ منډو بریالی شو.

په دریمه سیالۍ کې بیا سکاټلینډ په ۱۹ منډو نیمبیا ماته کړه، سکاټلینډ په لومړي وار توپ وهنې سره ۲۰۳ منډې وکړې چې نیمبیا یې په ځواب کې ۱۸۴ منډې وکړې او د ۱۹ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې