لیګونه

د دواړو لوبډلو ریکارډ ته په کتو د چینای سوپر کینکز ستوری زورور دی.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۱ م کال انډین پریمر لیګ «ای پي ایل» وروستۍ پایلوبه نن د چینای سوپر کینګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

په روان فصل د لیګ مرحلې سیالیو کې چینای سوپرکینګز له خپلو ۱۴ سیالیو څخه ۹ وګټلې، ۵ وبایللې، په دویم مقام پلې آف ته کوالیفای شوه.

کلکتې بیا د لیګ مرحلې سیالیو کې له خپلو ۱۴ سیالیو څخه ۷ وګټلې او همدومره وبایللې، په څلورم مقام پلې آف پړاو ته کوالیفای شوه.

ټولټال لوبې!
د دواړو لوبډلو ترمنځ ټولټال «۲۵» سیالۍ ترسره شوي دي، ۱۶ یې چینای سوپر کینګز او ۸ لوبې بیا کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ګټلي دي.

هغه سیالۍ چې کومې لوبډلې ټاس ګټلی او لومړۍ یې توپ وهنه کړې، په دغه سیالۍ کې چینای ۷ او کلکتې ۲ سیالۍ ګټلي دي.

همدغه راز کومې لوبډلې چې د ټاس ګټلو وروسته لومړۍ توپ اچونه کړې، چینای ۹ او کلکتې ۶ سیالۍ ګټلي دي، په وروستیو ۵ سیالیو کې چې دواړه لوبډلې سره مخامخ شوي دي نو څلور لوبې چینای او یوه لوبه کلکتې ګټلې.

د هندوستان غوره لیګ اتلوالي دوه ځله کلکتې خو درې ځله بیا چینای سوپر کینګز ګټلې، د دواړه لوبډلو په ریکارډ کې د چینای سوپر کینګز ستوری زورو دی، نن به معلومه شي چې کومه لوبډله یې ګټي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې