لیګونه

کلکتې په وروستۍ ۷ منډو کې ۶ لوبغاړي د لاسه ورکړل خو هدف یې ترلاسه کړ.

د هندوستان غوره لیګ په دوام د دویم کوالیفایر لوبه د کلکته نایټ رایډرز او ډیلي کاپیټلز ترمنځ ترسره شوه چې پکې کلکتې په ۳ ویکټو بریا خپله کړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.

په سیالۍ کې ډیلي کاپیټلز لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۳۵ منډې وکړې او کلکتې لپاره اسانه «۱۳۶» منډې هدف وټاکل شو.

ډیلي ته په توپ وهنه کې شکر دهوان ۳۶، ترڅنګ لوبډلمشر شریاس ایر ۳۰ ناسوځېدلي منډې وکړې، کلکتې لپاره چکرورتي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

کلکتې د ټاکل شوي هدف لپاره ښه لوبه پیل کړه چې د اوپنینګ ویکټ یې په ۹۶ منډو کې د لاسه ورکړه، خو وروسته یې پرلپسې ویکټې د لاسه ورکړې چې د ۷ لوبغاړو په تاوان سره یې لوبه د ۱۹ اور په ۵ توپ وګټله.

کلکتې لپاره شبمن ګیل ۴۶ او وینکتیش ایر ۵۵ منډې وکړې، خو دنیش کارتیک، مورګن، شکیب الحسن او نارین هغه لوبغاړي وو چې پرلپسې په صفر وسوځېدل، ډیلي ته نرټیجي، رباډا او اشوین ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

په دې سره کلکتې د ۲۰۲۱ م کال هند غوره لیګ پایلوبې ته لار ومونده، کلکته او چینای سوپر کینکز به سبا د اکتوبر ۱۵ مه نېټه د «ای پي ایل» لیک پایلوبه ولوبوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې