دلوبغاړو په اړه

کریس ګېل د خپلې لوبډلې پخواني لوبغاړي په ځواب کې: که څوک راته احترام لري،زه یې هم ورته لرم او که نه وي،بیا یې زه هم پروا نه لرم

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچوونکي کرټلي امبروس د کریس ګېل په اړه وویل،که چیرې واک زما وای،کریس ګېل به مو په اتوماتیک ډول په لوبډله کې نه وی شامل کړئ

” که زه وای.کریس ګېل مو په اتومات ډول نړیوال شل اوریز جام سکواډ کې نه اخیسته.که چیرې د نوموړي د تیرو اتلسو میاشتو لوبو ته پام وکړئ،نه یوازې دا چې د ویسټ انډیز لپاره یې منډې جوړې کړي دي،بلکې شل اوریزو لیګونو کې یې هم ندي جوړې کړې.کوم سیریزونه چې زمونږ پخپله خاوره کې ترسره شول،په هغې کې هم ونه ځلیده.”

د ویسټ انډیز ددغه پخواني لوبغاړي د څرګندونو وروسته کریس ګېل هم توند غبرګون ښکاره کړ.

نوموړي وویل،کرټلی امبروس ته یې ډیر احترام درلوده.کله چې په لومړي ځل لوبډلې ته راغی،له ټولو یې ډیر هغه ته احترام درلود،خو اوس یې په چټیاتو سر شوی دی.

“کرټلي امبروس یو له هغو لوبغاړو څخه وو چې ما به په لوبډله کې ورته ډیر احترام درلوده.خو اوس نوموړی زما په اړه منفي خبرې کوي.د نوموړي منفي خبرې رسنیز کولو سره فقط غواړي چې د خلکو پام ځانته را واړوي.خو زه وایم چې نوموړی به ددغو چټیاتو سره یوازې زما پام ځانته واړوي.”

کریس ګېل زیاته کړه،کرټلي امبروس د څرګندونو داسې ښکاري چې نوموړي ته احترام نه لري.خو پدې هم باید نوموړي پوه واوسي،څوک چې راته احترام نه لري،زه یې هم په کیسه کې نه یم.

“کرټلي امبروس سره مو ختمه شوه.لدې وروسته زه هم ورته احترام نه لرم.هغه ته په کار وه چې د نړیوال جام وړاندې یې د خپلې لوبډلې ملاتړ کړی وای،خو هغه داسې ونکړل،نور هغه ته احترام لرل پای ته ورسیدل.”

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې