مقالېنړیوال کریکټ

نړیوال شل اوریز جامونه او د هغوی ګټونکې لوبډلې

په لومړي ځل ۲۰۰۷ م کال کې، نړیوال شل اوریز جام ترسره شو؛ د یاد جام کوربتوب د جنوبي افریقا پر غاړه ؤ.

د لومړي نړیوال شل اوریز جام اتلوالي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ترلاسه کړه؛ دوي په پایلوبه کې د پاکستان لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

د دوهم ځل لپاره شل اوریز نړیوال جام په ۲۰۰۹ م کال کې، د انګلستان په کوربتوب ترسره شو.
یاد جام د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې، د سریلنکا په ماتولو سره اوچت کړ.

د شل اوریز نړیوال جام دریم پړاو بیا په ۲۰۱۰ م کال کې د ویسټنډیز په کوربتوب ترسره شو.
د نړیوال جام پدې پړاو کې افغان لوبډلې هم په لومړي ځل ګډون وکړ.
د نړیوال شل اوریز جام دریم پړاو اتلوالي بیا انګلستان د اسټرالیا په ماتولو سره ترلاسه کړه.

دوه کاله وروسته په کال ۲۰۱۲ کې ویسټنډیز وتوانیدو، چې کوربه سریلنکا ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ شل اوریز نړیوال جام اتلوالي خپله کړي.

خو دوه کاله وروسته په ۲۰۱۴ م کال کې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې په دې وتوانیده،چې د هندوستان په ماتولو سره د پنځم پړاو شل اوریز نړیوال جام اتلوالي خپله کړي.
پنځم پړاو شل اوریز نړیوال جام بیا د بنګله دیش په کوربتوب ترسره شو.

د کرکټ وروستی شل اوریز نړیوال جام په ۲۰۱۶ م کال کې د هندوستان په کوربتوب ترسره شو.
د یاد جام اتلوالي، د ویسټنډیز کرکټ ملي لوبډلې، انګلستان ته په ماتې ورکولو سره ترلاسه کړه او د دوهم ځل لپاره د شل اوریز نړیوال جام ګټونکي شول.

که څه هم اووم پړاو نړیوال شل اوریز جام، په ۲۰۲۰ م کال کې د اسټرالیا په کوربتوب پلان شوی ؤ، خو د کرونا وبا له امله لغوه کړل شو.

ټاکل شوي څو د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام به، د هندوستان په کوربتوب په متحده عرب اماراتو او عمان کې، د روانې اکټوبر میاشتې پر اوولسمه نیټه پیل شي.

اکبر علي سمون

اکبرعلي سمون خوست ولایت کې د افغان کریک انفو همکار او د خوست ولایتي کرکټ ادارې د میډیا مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې