دلوبغاړو په اړهمقالېنړیوال کریکټ

نړیوالو شل اوریزه جامونو کې هغه توپ اچونکي چې ملي لوبډلې ته یې زیاتې ویکټې اخیستې وي، افغان لوبغاړو کې دا ویاړ محمدنبي له ځان سره لري.

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷م کال کې ترسره شو، چې د دې جام په لومړي پړاو کې هند کرکټ ملې لوبډلې اتلوالې خپله کړه.

په دې لیګ کې ویسټ انډیز هیواد دوه ځلې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶م کالونو کې لومړي مقامونه خپل کړي.

دا لیګ دوه ـ دوه کلونه وروسته لومړی وار ترسره کېده، خو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه وکړه، چې باید څلورو کالونو کې یوځلې وشي.

په یادو لوبو کې د افغانستان ملي لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل ترڅنګ شاهد افریدي، لاسټ ملنګا، ډیل سټین، شکیب الحسن، سټارټ بروډ، ډیوین براوو، مکولم، شین واټسن او ایشواین هغه لوبغاړي دي، چې په شل اوریزه نړیوالو جامونو کې یې د خپل هیواد په ګټه زیاتې ویکټې اخیستې دي.

د دې لوبغاړو په سر کې پاکستانی شاهد افریدي شتون لري، نوموړي ۳۹ لوبغاړي سوځولې دي، همدارنګه په تر تیب سره ملنګا ۳۸، ډیل سټین ۳۰، شکیب ۳۰، بروډ ۳۰، براوو ۲۵، مکولم ۲۳، واټسن ۲۲، ایشواین ۲۰ او محمد نبي ۱۷ لوبغاړي په شل اوریزه نړیوالو جامونو کې سوځولې دي.

د شل اوریزه نړیوال جام په اووم پړاو سیالیو کې د یادو لوبغاړو له ډلې محمدنبي، شکیب، براوو او ایشوان له خپلو ملي لوبډلو سره برخه اخلې.

ټاکل شوې ده اووم پړاو د همدې میاشتې په ۱۷مه نېټه پېل او د نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه پای ته ورسیږي.
 

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې