لیګونه

نن د اسټرالیا ښځینه بیګ باش لیګ اووم پړاو پېلیږي.

ټاکل شوې ده، چې نن د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال ښځینه بیګ باش لیګ د سډني سیکسرز او میلبورن سټارز لوبډلو ترمینځ په لوبه پیل شي.

په یادو لوبو کې د نړۍ له بېلا بېلو ښځینه لوبډلو څخه لوبغاړي برخه لرې او لوبیږي.

د سډني سیکسرز لوبډلې سره د هند کرکټ ملي لوبډلې دوه ښځینه لوبغاړي هم شتون لري، خو لوبډلمشري به یې سږکال الیس پیري کوي، بلخوا بیا د میلبورن سټارز لوبډلې لوبډلمشري میګ لېنینګ کوي.

د ښځینه بیګ باش سیالیو دا اووم پړاو دی، چې نن پېلږي، دا لوبې په اسټرالیا کې د ۲۰ اورونو په بڼه ترسره کیږي.

په ښځینه بیګ باش لیګ  کې تر ټولو زیاتې ۳۱۲۷ منډې بیت موني کړي او په توپ اچونکو کې بیا تر ټولو ډیرې ۱۰۴ وېکټې تر دې دمه مولي سټرانو اخیستي، چې د جدول په سر کې شتون لري.

د یادونې ده، چې د اسټرالیا ښځینه بیګ باش لیګ لوبو اتلوالي تر دې دمه سډني سیکسرز دوه ځلې، برسبین هیټ دوه ځلې او سډني تندر هم دوه ځلې خپله کړې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې