افغانستان کریکټمقالې

متحده عربي اماراتو ته د افغان لوبډلې ناوخته سفر او په وړاندې شته خنډونه.

افغان کرکټ ملي لوبډله راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام کې د ګډون په موخه تېره شپه ناوخته متحده عربي اماراتو ته ورسېده.

که څه هم افغان لوبډله باید له وړاندې رسېدلي وای، خو افغانستان کې د نوي نظام په راتګ او یو شمېر افغان لوبغاړو د وېزو ستونزو له امله افغان لوبډله په مناسب وخت اماراتو ته ونه رسېده.

په شل اوریزه نړیوال جام کې ګډون کونکي لوبډلې یوه اونۍ وړاندې متحده عربي اماراتو ته ورسېدې، ترڅو هغلته ۶ ورځې کرنطین او څو ورځې تمرینات ترسره کړي.

که افغان لوبډله د شپږو پرځای درې ورځې قرنطین موده هم تېروي نو د سویلي افریقا په وړاندې ترسره کېدونکي تمریناتي سیالۍ چې ټاکل شوې ده د اکتوبر ۱۸ مه ترسره کړي، له لاسه ورکړي.

خو افغان کریک انفو ته یوې باوري سرچیې وویل چې د قطر څخه یو شمېر مهم لوبغاړي څو ورځې وړاندې متحده عربي اماراتو ته رسېدلي دي.

د افغان لوبډلې اووه مهم لوبغاړي، راشدخان، محمدنبي، مجیب الرحمان، رحمن الله ګربز، محمدشهزاد او کریم جنت هم اماراتو ته رسېدلي دي چې له ملي لوبډلې وړاندې په لیګونو کې لوبېدل او له هغه ځایه اماراتو ته رسېدلي دي، نوین الحق هم چې تازه له انګلستان څخه راستون شوی و د ملي لوبډله ګوښه عربي اماراتو ته رسېدلی.

که چېرته د افغان لوبډلې شاوخوا ۱۴ یا ۱۵ لوبغاړي اماراتو ته وړاندې رسېدلي وي او د قرنطین موده یې تېره کړي وي، ممکن تمریناتي سیالۍ ترسره شي.

یوې بلې باوري سرچینې افغان کریک انفو ته وویل چې افغان کرکټ بورډ هڅه کوي څو د ملي لوبغاړو ۶ ورځینۍ قرنطین موده یوې ورځې ته محدوده کړي.

هڅه مو وکړه چې د افغان کرکټ بورډ له مسؤلینو رسمي خبر واخلو، خو دوی په دې اړه معلومات رسره شریک نه کړل.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې