بهرني لوبغاړيلیګونهمرکې

له لوبډلمشرۍ څخه تر لیرې کېدو ورورسته وارنر غواړي د حیدراباد لوبډلې څخه لار جلا کړي.

په آی پي ایل سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې چپ لاسی توپ وهونکی او پخوانی لوبډلمشر ډویډ وارنر وایي، په راتلونکې ۲۰۲۲ هند غوره لیګ سیالیو کې غواړې د حیدراباد لوبډلې پر ځای د بلې لوبډلې لوبډلمشري ترسره کړي.

وارنر له ټوډې رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې:” که زما سره د لوبډلو د مالیکینو خوښه وي زه غواړم په راتلونکې فصل کې د دوو هغو لوبډلو له جملې څخه د یوې لوبډلې رهبري ترسره کړم، چې په نوي فصل کې اضافه کیږي.

په آی پي ایل سیالیو کې لوبډلمشري ته زه زیاته لیواله یم، ځکه په لوبډله کې د پیاوړو لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکوم او له هغو څخه هم زیات څه زده کوم، ما په حیدراباد لوبډله کې له راشدخان، ویلمسن او جیسن هولډر سره ښه وختونه تېر کړه او د یو بل سره مو خپل د کرکټ تجریبې شریکې کړې.”

همدارنګه نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې نوموړی دې ته لیواله ده، ترڅو په راتلونکې فصل کې داسې څه پېښ شي، چې د بلې لوبډلې لپاره رهبري ترسره کړي.

وارنر پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په روان فصل کې یې د حیدراباد لوبډلې ته ښې لوبې ترسره نه کړې، نوموړي په ۸ لوبو کې یوازې ۱۹۵ منډې جوړې کړې، چې وروسته د حیدراباد لوبډلې د لوبډلمشرۍ او لوبډلې څخه کړل شو.

حیدراباد لوبډله د ۲۰۲۱ هند غوره لیګ په سیالیو کې تر ټولو ورستۍ لوبډله شوه، دې لوبډله په ۱۴ سیالیو کې یوازې ۳ لوبې په خپله ګټه پای ته ورسولې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې