افغانستان کریکټ

فضلي: په رسمي ډول د ښځو په کرکټ کوم بندیز ندی لګیدلی

د افغانستان کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي د الجزیره نیوز سره په خبرو کې وویل،چې تالیبانو ښځینه کرکټرانې د لوبو څخه ندی منع کړې.

په افغانستان کې د ښځو کرکټ د بندیز په اړه له هغې وروسته په رسنیو کې خبرونه ورکړل شول،چې افغانستان کې نوی حکومت واک ته ورسیده.

فضلي وویل:”مونږ د تالیبانو لوړ پوړو چارواکو سره د هغوی د دریځ په اړه خبرې کړي.په رسمي ډول د ښځو د کرکټ په اړه کوم بندیز ندی لګیدلی.”

فضلي زیاته کړه،داسې کوم رسمي قانون هم نشته چې ښځې دې کرکټ لوبو څخه منع کړل شي.

“کوم څه چې مهم دي او مونږ یې په یاد کې ولرو.هغه زمونږ دین او کلتور دی.که چیرې ښځې دغه چوکاټ عملي کړي.بیا کوم مشکل نشته او دوی خپلې کرکټ لوبې کولای شي.”

“اسلام ښځو ته دا اجازه نه ورکوي چې هغه شان لباس په تن کړي لکه د نورو ټیمونو په ځانګړی توګه چې فوټبال لوبو کې کارول کیږي.”

د یادونې وړ ده چې اسټرالیا کرکټ بورډ هم د افغانستان سره د ښځو کرکټ په سر یوازینۍ ټیسټ لوبه چې راتلوونکي میاشت کې پلان شوي وه،ځنډولي ده.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې