مرکېنړیوال کریکټ

شل اوریزه نړیوال جام کې د دوه سیالانو سخته لوبه، د افغان لوبډلې روزونکی یې په اړه څه وایي.

د سویلي افریقا پخوانی آل راونډر او افغان لوبډلې اوسنی مشر روزونکی «لانس کلوز نر» وايي چې د پاکستان کرکټ لوبډله دا وړتیا لري چې په اسانۍ سره دودیز سیال هندوستان ته ماتې ورکړي.

هغه په ​​یوه مرکه کې وویل چې د بابر اعظم په مشرۍ کې پاکستان کولای شي د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام په جریان کې هندوستان مات کړي په هغه صورت کې چې دوی خپله غوره لوبه وکړي.

کلوز نر “ټایمز آف انډیا” ته په یوه مرکه کې وویل: ” دا لوبه د هرچا لپاره ځانګړي وي، په ځانګړي توګه د نړیوال جام په څیر لویو ټورنمینټونو کې.

هغه وویل چې د پاکستان لوبډلې خورا اوږده لاره وهلې او ځینې غوره توپ وهونکي او توپ اچونکي یې تولید کړي دي.

کلوز نر وویل چې د پاکستان توپ اچونه تل ننګونکی وي، که د پاکستان لوبډله غوره لوبه وکړي نو یقینا بریا به د دوی وي.

ټاکل شوې ده چې پاکستان به شل اوریزه نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۴ مه نېټه ترسره کړي چې وروسته به د نیوزیلینډ، افغانستان او دوه نورې لوبډلې چې کوالیفای کوي ولوبیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې