بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

راپورنه: راهول ډراویډ به د لنډ وخت لپاره د هند لوبډلې روزونکی وټاکل شي.

تازه د انډین اکسپریس د خبر له مخې ممکن د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی راهول ډراویډ د نیوزلینډ پر وړاندې په لوبو کې د هندۍ لوبډلې لنډ مهاله روزونکی وټاکل شي.

د هند او نیوزلینډ ترمنځ به د درېیو شل اوریزه او دوو ټیسټ لوبو سریز ترسره شي، چې یادې لوبې د هندوستان په کوربتوب د نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه پېلیږي.

پر همدې اساس په زیات احتمال سره به د هندۍ لوبډلې روزونکی راهول ډراویډ وټاکل شي.

د هند کرکټ بورډ په پلان کې لرې، چې د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام سیالیو وروسته د روزونکو په نوملړ کې تغیرات راولې او نوي روزنکي په دندو وګوماري.

د هند لوبډلې مشر روزنکی روی شستری اوس مهال د هند لوبډلې سر روزونکی دی او د شل اوریزه نړیوال جام سیالیو وروسته به د هندۍ لوبډلې د روزونکي په توګه دنده پریږدي او استعفاء به اعلان کړي.

د بي سي سي ای یوه چارواکې له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړه:” موږ د یوه داسي روزونکي په لټه کې یو، چې زموږ د لوبډلې لپاره مناسب وي، موږ داسي وضعیت نه غواړو چې ډېر غوښتنلیکونه راته واستول شي او د دې وظیفې لیاقت ونه لري.

موږ کوښښ کوو یو مناسب کس د هند لوبډلې ته روزونکی وټاکو، که چیري وړ کس ونه موندل شي راهول به د هندۍ لوبډلې لنډ مهال روزونکی وټاکل شي.”

د یادونې ده، چې راهول وار له مخې د هند کرکټ بورډ ته د هندوستان ملي لوبډلې د روزنکي په تړاو منفي جواب ویلی، نوموړی غواړی د هند په ملي کرکټ اکاډمې کې لوبغاړو ته روزنه ورکړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې