دلوبغاړو په اړه

د پاکستان لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی له سختو ستونزو سره مخ دی.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی «سرفراز نواز» د ناروغۍ له امله په تګ راتګ کې مشکل لري او له سختو ستونزو سره مبارزه کوي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی او د ریورس سوینګ بنسټ ایښودونکی چې اوس مهال لند میشتی دی “سرفراز نواز” یوه ویډیو په ټویټر کې خپره شوې چې هغه د “واکر” په واسطه تګ راتګ کوي.

سرفراز نواز اوسمهال ۷۲ کلن دی ، هغه ته د زړه د ناروغۍ له امله سټینټ ورکړل شوی پداسې حال کې چې هغه د هډوکو په ناروغۍ هم اخته دی.

پخواني چټک توپ اچوونکي په ۵۵ ټیسټ لوبو کې په ۳۲.۷۵ اوسط سره ۱۷۷ ویکټې اخیستي دي، په داسې حال کې چې د هغه غوره توپ اچونه د ۱۷۵ منډو په ورکولو سره د ۱۱ ویکټو اخیستل دي.

هغه په ۴۵ یو ورځنیو لوبو کې هم د پاکستان استازیتوب کړی و چې پکې یې ۶۳ ویکټې اخیستي وې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې