مقالې

د شرجې نړیوال کرکټ لوبغالي په اړه څومره پوهېږی؟ بشپړ مالومات دلته ولولئ

ټاکل شوي څو د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام د هندوستان په کوربتوب، په متحده عرب اماراتو او عمانو هېوادونو کې ترسره شي.

د یاد شل اوریز نړیوال جام لپاره، یو هم د اماراتو د شرجې کرکټ لوبغالی مشخص شوی،چې لومړی لوبه به ورباندې د ایرلېنډ او نامیبیا ترمنځ ترسره شي.

د شارجې نړیوال کرکټ لوبغالي رغنیزې چارې په کال ۱۹۸۰ کې پیل او ۱۹۸۲ کې پای ته ورسیدې،خو وروسته یې کال په کال د ښه راغښت په موخه هڅې او کوښښونه وشول.

د یاد لوبغالي اونر د شرجې کرکټ اسوسیېشن ده؛ همدارنګه دغه لوبغالی،په یو وخت د ۲۷ زره ننداره کونکو د ځاییدو ظرفیت هم لري.

پر یاد لوبغالي لومړی نړیواله لوبه،د پاکستان او سریلنکا ترمنځ په کال ۱۹۸۴ کې د اسیا جام سیالیو پر مهال ترسره شوه.
لومړی ټېسټ لوبه ورباندې، د پاکستان او ویسټنډیز ترمنځ د ۲۰۰۲ کال د جنوارۍ له ۳۱ تر فبرورۍ څلورمې ترسره شوه خو لومړی نړیواله شل اوریزه لوبه ورباندې بیا په کال ۲۰۱۳ کې د افغانستان او سکاټلېنډ ترمنځ ترسره شوه.
د ریکارډ په ډول د شرجې کرکټ لوبغالي باندې، د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر میاشتې پورې تر نورو زیاتې ۲۴۰ یو ورځنۍ لوبې ترسره شوې.

په ۲۰۱۰ م کال کې د شرجې نړیوال کرکټ لوبغالی، د افغانستان د کورني کرکټ لوبغالي په حیث وپیژندل شو خو وروسته له شپږ کالونو، افغان کرکټ بورډ له شرجې خپل کورنی لوبغالی په کال ۲۰۱۶ کې د هندوستان ګریټر نویده سپورټس کمپلېکس ته تغیر کړ.

بل لور ته د شرجې نړیوال کرکټ لوبغالی د ملتان سلطانز او کویټه ګلیډیټورز لوبډلو له لوري هم د پاکستان غوره لیګ سیالیو پرمهال، د کورني لوبغالي په حیث استفاده کیږي.

یاد لوبغالی په ۲۰۱۸ م کال کې د ړندو د نړیوال جام کوربه هم ؤ، کوم چې هندوستان د پاکستان ړندو کرکټ لوبډلې ته، په ماتې ورکولو سره خپل کړ.

د شرجې کرکټ نړیوال لوبغالی،د نورو مهمو لوبو ترڅنګ، د هندوستان غوره لیګ(IPL), افغانستان غوره لیګ(APL),پاکستان سوپرلیګ(PSL) او ابودوبی لس اوریز لیګ (T10) کوربه هم پاتې شوی.

د شرجې پر نړیوال کرکټ لوبغالي تر اوسه ۱۴ نړیوالې شل اوریزې، ۲۴۱ یو ورځنۍ او ۹ نړیوالې ټېسټ لوبې ترسره شوي.

د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله به د راروان شل اوریز جام خپله لومړی لوبه هم پر همدې لوبغالي، له B ګروپ ورتلونکي لومړي مقام لوبډلې سره ترسره کړي.

اکبر علي سمون

اکبرعلي سمون خوست ولایت کې د افغان کریک انفو همکار او د خوست ولایتي کرکټ ادارې د میډیا مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې