دلوبغاړو په اړه

د اسټرالیا پخوانی کرکټر په افغانستان کې د اړمنو خلکو لپاره د مرستې راټولونې کمپاین پیلوي

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني کرکټر آئن چپل په افغانستان کې د بې ځایه شوو او بې وزلو خلکو لپاره د مرستې را ټولونې کمپاین پیلوي.

ائن چپل ویلي،نوموړی به د کرکټ اړون د پخوانیو کرکټرانو امضاء شوي بیټونه، لباسونو راټول او بیا به یې نیلامۍ ته وړاندې کړي.چې د نیلامۍ څخه ترلاسه شوي ټولې پیسې به د UNHCR له لارې افغانستان ته وسپاري.

نوموړی زیاتوي چې یادې پیسې به په افغانستان کې اړمنو خلکو لپاره د خوارک،څښاک،روغتیایي برخو او کلینکونو جوړولو باندې ولګول شي.

ائن چپل زیاتوي،چې د مرستې پدې را ټولونې پروګرام کې به ځینې پخوانی کرکټران لکه راډ مارش،ډنیس لېلي،ویوي ریچارډز هم ملتیا وکړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې