لیګونه

خېبر پښتونخوا د پاکستان کورنۍ “نیشنل شل اوریزه کپ” سیالیو اتلوالي ترلاسه کړه.

د ۲۰۲۱ کال پاکستان ملي شل اوریزه جام پایلوبه تېره ماښام د مرکزي پنجاب او خېبر پښتونخوا لوبډلې ترمنځ ترسره شوه.

په یاده لوبه کې پچه د پښتونخوا لوبډلې وګټل او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، پنجاب په ۱۹.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې او خېبر ته یې د ۱۴۹ منډو هدف وټاکی.

کله چې خېبر لوبډله د هدف په تعقیب د میدان ډګر ته کښته شوه، نو دې لوبډلې په ۱۷ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره د پنحاب له لورې ورکړل شوی د ۱۴۹ منډو هدف پوره کړ او پایلوبه یې په خپل نوم کړه.

په پرونۍ لوبه کې پنجاب د ۷ ویکټو په توپېر له خېبر څخه ماته ومنله او د ۲۰۲۱ پاکستان ملي شل اوریزه جام دویمه لوبډله شوه.

د ټول ټورنمنټ او د پای لوبې غوره لوبغاړی د خېبر پښتونخوا لوبډلې څخه افتخاراحمد وټاکل شو.

د پاکستان ملي شل اوریزه جام سیالیو دا ۱۷ پړاو چې اتلوالي یې خېبر لوبډلې په خپل نوم کړه، له دې مخکې یې ۱۶ پړاونه ترسره شوي دي.

د یادونې ده، چې خېبر لوبډلې د پاکستان ملي شل اوریزه جام په ۱۷ پړاونو کې د دویم ځل لپاره اتلوالي په خپل نوم کړه، تېر کال هم اتله لوبډله وه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې