مرکېنړیوال کریکټ

بریټ لي: اسټرالیا د نړیوال جام د ګټنې پوره چانس لري خو هند به ضرور پایلوبې ته وځي

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي بریټ لي، په راروان شل اوریز نړیوال جام کې د هندوستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو پر ښه ځلیدنه خبرې کړي.

نوموړي ویلي: “زه غواړم اسټرالیا دا ځل د کرکټ نړیوال شل اوریز جام پخپل نوم کړي؛ د ارون فېنچ څنګ غښتلی دی او د اسټرالیا د ګټنې زیات چانس موجود دی.”

بریټ لي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په اړه هم خپل نظر څرګند کړی او ویلي دي،چې هند به د ۲۰۲۱ نړیوال شل اوریز جام پایلوبې ته ضرور ځان رسوي.

لي زیاته کړي:
“هندی لوبډله یو له ټاپ انتخابونو ده، کوم به چې یاد شل اوریز جام خپلوي،دوی به ویرات د وروستي ځل لپاره په یاد جام کې رهنمایي کړي،د نوموړي هڅه به دا وي چې یاد جام خپل کړي. “

د اسټرالیا دغه پخواني افسانوي توپ اچونکي په یاد نړیوال جام کې، هندی کېل راهول د هندوستان لپاره کلیدي لوبغاړی باللی او ویلي دي چې د راهول په شتون کې به هندی لوبډلمشر هم له پریشر لیرې او خپلې طبیعي لوبې ته به وخت ورکړي.

ټاکل شوي څو د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام به، د عمان او متحده عرب اماراتو پر لوبغالو، د روانې اکټوبر میاشتې له اوولسمې پیل او تر نوومبر څوارلسمې به دوام ومومي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې