بهرني لوبغاړيمرکېنړیوال کریکټ

بابر اعظم هم شل اوریزه جام کې د هند لوبډلې پر وړاندې خپل دریځ روښان کړ.

د پاکستانۍ لوبډلې لوبغاړي او لوبډلمشر بابر اعظم هم په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې خپل دریځ ښکاره کړ.

بابر اعظم وایي:” که راڅخه وپوښتل شي، چې هندوستان ملي لوبډلې ته به په شل اوریزه نړیوال جام کې ماتې ورکړی، زه به ورته ووایم چې په ښه ډول به هند لوبډله له ماتې سره مخ کړو.”

ټاکل شوې ده هندوستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د یو بل پر وړاندې لوبه ترسره کړي.

له بابر اعظم څخه مخکې د پاکستان ځینو پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو هم ورته څرګندونې کړې دي، چې له ډلې یې حسن علي له اوسنیو او شاهد افریدي له پخوانیو لوبغاړو څخه هم دې ته ورته خبري کړې دي.

همدارنګه د پاکستان کرکټ بورډ مشر رامیز راجا د هندوستان ملي لوبډلې ترڅنګ له لوبغاړو غواړې، چې نیوزلینډ لوبډله هم له ماتې سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې هندوستان او پاکستان له کالونو راهیسې د یو بل سر سخت سیالان دي او له نیوزلینډ لوبډلې سره یې په دې اخیستې، چې د پاکستان لوبډلې سره یې په یاد هیواد کې لوبلړۍ په ورستیو شېبو کې لغوه کړه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې