دلوبغاړو په اړه

اندرسن: د ویراټ کوهلي خلاف مې رقابت د کال غوره رقابت و

زیاتره وخت د لوبو پر مهال د ځينو لوبغاړو ترمنځ رقابت شتون لري،اندرسن او ویراټ کوهلي هم یو له هغو لوبغاړو څخه دي چې د لوبو پر مهال د دوی ترمنځ رقابت دوام لري.

انګلستانی چټک توپ اچوونکي جېمز اندرسن وایي،روان کال کې یې د خوښې رقابت د ویراټ کوهلي په وړاندې و.
نوموړی زیاتوي،د لوبو پر مهال یې له نوموړي سره رقابت یا جګړه روانه وي،خو د سيالۍ علاوه بیا داسې نه وي او یو او بل ته ډير احترام لرو.

«مونږ په تیرو کالونو کې د لوبو پر مهال یو له بل سره زیات رقابت کړی،که هغه په هندوستان یا هم په انګلستان کې وي، خو سږ کال مې د ویراټ کوهلي رقابت د کال غوره رقابت وو.

څو ځلې مې نوموړی سږ کال اوټ کړ او همداشان منډې مو هم ورکړې.د سيالۍ پر مهال مو له هغه سره رقابت روان وي،خو د سيالۍ یا د کرکټ پرته یو او بل ته ډير احترام لرو.همدا د کرکټ روحیه هم ده چې مونږ ترې خوند اخلو.»

ددې پوښتنې په ځواب کې چې راتلوونکي موسم کې له سټيو سمېت سره هم رقابت لرې.

اندرسن یې په ځواب کې وویل،د یوه بالر په توګه ستا مسؤلیت دا وي چې د مخالفې لوبډلې ښه لوبغاړی ټارګیټ وګرځوې.

اندرسن د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې یو پياوړی بالر شمیرل کیږي،چې د کرکټ په ډګر کې د سوینګ بالونه د پاچا په نوم هم شهرت لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې