افغانستان کریکټ

اسټرالیا کرکټ بورډ: د افغانستان سره د ټیسټ لوبې په اړه به خپل دریځ روښانه کړو

د اسټرالیا کرکټ بورډ اجرایوي رئیس نېک هاکلي نن یو ورځ بیا پدې ټینګار وکړ چې بورډ به یې د افغانستان سره د یوازینۍ ټیسټ لوبې په اړه خپل دریځ ډیر ژر ښکاره کړي.

نوموړي وویل،تراوسه له افغانستان سره د ټیسټ لوبې د لغوه کولو پریکړه نده شوي،خو امکان شته چې وځنډول شي.

نوموړي وویل،په افغانستان کې د ښځو کرکټ د لوبو په اړه وضعیت دوی دېته اړ کوي چې له افغانستان سره ټیسټ لوبه وځنډوي.

“بله چاره نشته.مجبور یو چې د افغانستان سره ټیسټ لوبه چې مونږ یې کوربتوب لره،پرېږدو.دا ځکه چې تالیبانو ویلي،دوی د ښځو کرکټ د لوبو سره اختلاف لري.”

هاکلي زیاتوي چې د افغانستان سره د ټیسټ لوبې په اړه به له خپل حکومت او همداشان افغانستان کرکټ بورډ سره خبرې وکړي.

“مونږ د اسټرالیا حکومت او همداشان د افغانستان کرکټ بورډ سره پدې کار کوو چې ښه معلومات لاس ته راوړو.”

“یقینا چې سیالي به نه لغوه کیږي،خو احتمال شته دی چې وځنډول شي.هغه پدې خاطر چې تر څو مونږ واضحات نه وي ترلاسه کړئ.د اوس لپاره معلومات همدا دي.”

د یادونې وړ ده چې لدې وړاندې افغانستان کرکټ بورډ هم د ښځو کرکټ په اړه خپل دریځ ښکاره کړئ او ویلي یې دي چې نوي حکومت تراوسه په رسمي ډول د ښځو د کرکټ د بندیز په اړه پریکړه نده کړې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې