نړیوال کریکټ

اسټراليا او سويلې افريقا ځنډيدلې ټيسټ لوبې ترسره کوي.

د اسټراليا او سويلې افريقا کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د ټيسټ لوبو لړۍ، چې ټاکل شوې وه سږ کال په مارچ مياشت کې ترسره شوې وای، د کرونا ناروغۍ له امله ځنډېدلې وه، چې اوس د یادو دوو هیوادونو ترمنځ له سره ترسره کیږي.

د اسټراليا کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس نيک هاکلي ويلي، چې له سويلې افريقا سره د دوی اړيکې اوس ډېرې پياوړې شوي دي او په ګډه سره کار کوي، تر څو د ځنډول شوې لوبلړۍ د پيل لپاره مناسبه نېټه ومومي.

د لوبلړۍ له ځنډېدو وروسته سويلي افريقا پرېکړه کړې وه، چې دغه سيالۍ د ۲۰۲۱ کال په د ډيسمبر په وروستيو کې پيل کړي، خو د قرنطيني شرايطو له امله و نه توانېدل چې اسټراليا ته سفر وکړي.

راتلونکی کال به اسټراليا له پاکستان، هند او سریلنکا سره د ټيسټ لوبلړۍ ترسره کړي، خو پاکستان ته يې سفر اوس هم په شک کې دی، له ۱۹۹۸ کال راهيسې اسټراليا پاکستان ته هېڅ لوبيز سفر نه دی کړی.

دا چې اسټراليا او سويلې افريقا راتلونکی کال بېلابېلې لوبې لري، نو اوس دوی په ګډه سره کار کوي، تر څو په ۲۰۲۳ کال کې يوه مناسبه نېټه معلومه کړي او په هماغه نېټه دغه لوبلړۍ پيل کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې