دلوبغاړو په اړهمرکې

کلکته لوبډله یې تر نیمه پایلوبې ورسوله، خو کیرون پولارډ د سونیل نارین په زخم مالګې دوړوي، د جیسن هولډر هیلې هم په سیند لاهو شوې.

سونیل نارین د بنګلور لوبډلې خلاف په الیمینټر سیالۍ کې بیساری فرفامنس وکړ او کلکته لوبډله یې تر سیمي پینل ورسوله، نوموړي د څلور مهمو ویکټو ترڅنګ چې پکې کوهلي، مکسویل او ډیویلیرز هم شامل و ۲۵ چټکې منډې هم جوړې کړې.

مګر بیا هم سونیل نارین د مختلف دلایلو له مخې د ۲۰۱۹ م کل اګست میاشتې راهیسې نړیوال کرکټ ندی لوبولی او د ویسټ انډیز لپاره د شل اوریز نړیوال جام په نوملړ کې هم ندی شامل.

نوموړي وروسته له هغې د نړیوال جام په نوملړ کې خپل ځای د لاسه ورکړ کله چې تیره میاشت د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د فټنس لږ تر لږه معیارونو پوره کولو کې پاتې راغی.

د ویسټ انډیز سلیکشن کمېټې مخکښ غړي “راجر هارپر” هغه وخت کې وویل: سونیل نارین یو غټ لوبغاړی دی، په دغه ډول سترو ټورنمیټونو کې یوه لوبډله د سونیل نارین په څېر لوبغاړو ته ډېره اړتیا لري، مګر هغه ونه شو کړای چې زموږ د فټنس معیارونه پوره کړي.

د ویسټ انډیز لوبډلې لوبډلمشر کیرون پولارډ د سه شنبې په ورځ په دوبۍ کې د خپلې لوبډلې په اړه خبرې کولې، نوموړي د خپلې لوبډلې نږدې ملګری سونیل نارین د نه شاملیدو په اړه د نورو ویلو څخه انکار وکړ، مګر په ګوته یې کړه چې ۱۵ کسیزه لوبډله کې به هیڅ بدلون ونلري.

نوموړي څرګنده کړه چې په ۱۵ کسیز نوملړ کې د کوم لوبغاړي ټپي کیدو یا ناروغۍ پرته به لوبډله کې هېڅ ډول تغیرات نه راولي.

باید یاده کړو چې ویسټ انډیز کرکټ بورډ تېره میاشت د شل اوریزه نړیوال جام لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، د سونیل نارین ترڅنګ حیسن هولډر هم مهم لوبغاړی و چې د دوی په ۱۵ کسیز نوملړ کې شتون نلري.

هولډر په ۲۰۲۱ م کال هند غوره لیګ سیالیو کې د حیدراباد په استازیتوب لوبیدۀ چې نوموړی بیساری فرفامنس وکړ، خو نوموړي سره یې مرسته ونه کړه ترڅو د ویسټ انډیز ۱۵ کسیز نوملړ کې ځان ځای کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې