بهرني لوبغاړيلیګونهمرکې

وارنر: د حیدراباد لوبډلې لوبډلمشرۍ څخه د لیرې کېدو په اړه هیچا راسره معلومات نه دي شریک کړي.

د اسټرالیا او په هند غوره لیګ سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې چپ لاسی توپ وهونکی ډیویډ وارنر وایي، د حیدراباړ لوبډلې څخه د لوبډلمشرۍ د لیرې کېدو علت تراوسه هیچا نه دي ورسره شریک کړی.

۲۰۲۱ هند غوره لیګ سیالیو کې وارنر د حیدراباد لوبډلې څخه په ورستیو لوبو کې د لوبډلې او لوبډلمشرۍ څخه لیرې ګړل شو.

د نوموړې پر ځای نیوزلینډی لوبغاړی کین ویلمسن لوبډلمشر وټاکل شو، خو د ویلمسن په لوبډلمشرۍ کې هم حیدراباد لوبډلې ښې خاطرې له ځان سره نه درلودې.

پر همدې اساس وارنر تازه له له ټوډې رسنۍ سره مرکه کې ویلي:” زه نه پوهیږم چې ولي د حیدراباد د لوبډلمشرۍ څخه زه لیرې کړل شوم، ماته تراوسه قناعت بخشه توضیحات په دې تړاو نه دي راکړل شوي، زه بیا هم چمتو یم چې د حیدراباد لوبډلې لوبډلمشري ترسره کړم.

دا رشتیا دي چې زه خپلو ټولو مشرانو روزونکو  ته زیات احترام لرم، خو چې له لوبډلمشرۍ څخه لیرې کېدلم علت یې باید راسره شریک شوی وای، لوبغاړی هر وخت یو ډول لوبه نشي ترسره کولای، په لوبه کې هره ورځ د هغه نه وي.”

وارنر یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې نوموړی د لوبډلمشرۍ ترڅنګ د حیدراباد لوبډلې څخه هم لیرې شو او په لوبو کې ورته چانس نه ورکول کېدی.

حیدراباد لوبډله په هند غوره لیګ سیالیو کې لومړنۍ لوبډله شوه، چې په یوه فصل کې درې لوبډلمشران سره چېنجوي، همدارنګه یې د ۶ نمرو په خپلو سره د جدول ورستی ځای خپل.

ډیویډ وارنر په هند غوره لیګ کې د حیدراباد لوبډلې لپاره په ۱۰۰ لوبو کې هم برخه اخیستې او وروسره لوبېدلی، نوموړې په ۱۵۰ لوبو کې تر دې دمه پورې په آی پي ایل سیالیو کې په ۴۱.۶۰ اورېج سره ۵۴۴۹ منډې جوړې کړې دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې