دلوبغاړو په اړه

معلومه شوه چې کین ویلمیسن د حیدراباد لوبډلې وروستۍ سیالۍ څخه ولې بهر شوی و.

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې او «ای پي ایل» کې د حیدراباد لوبډلې لوبډلمشر د حیدراباد په ګټه تېره اونۍ وروستۍ لوبه ترسره نکړه او پرځای یې محمدنبي ولوبېدۀ.

که څه هم هغه وخت ویل کېدل چې نوموړي خپل ځای محمدنبي ته خالي کړ، خو د نیوزیلینډ لوبډلې روزونکي ویلي دي چې نوموړي د غاښ درلود چې له امله یې د حیدراباد لوبډلې سره وروستۍ لوبه کې شتون نه درلود.

هغه زیاته کړه چې کین ویلیمسن اوس ښه دی، هغه کولای شي چې په خپله لومړۍ لوبه کې د پاکستان خلاف ولوبیږي.

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله له وړاندې متحده عربي اماراتو ته رسېدلي چې ورسره کین ویلیمسن هم د حیدراباد لوبډلې جلا او ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

د نیوزیلینډ لوبډلې نور مهم لوبغاړي هم په «ای پي ایل» کې د ګډون په موخه له وړاندې متحده عربي اماراتو ته رسېدلي و چې اوس مهال له خپلې لوبډلې سره یوځای شوي دي.

نړیوال شل اوریزه جام کې به نیوزیلینډ لوبډله په «بي» ګروپ کې د افغانستان، پاکستان، هند او دوه لوبډلې چې د کوالیفایر راونډ د لارې راځي ولوبیږي.

ټاکل شوي ده چې د شل اوریزه نړیوال جام رسمي لوبو دمخه تمریناتي سیالۍ پنځه ورځې وروسته د اکتوبر په ۱۸ مه نېټه پیل شي چې پکې به افغانستان د سویلي افریقا او ویسټ انډیز خلاف د اکتوبر په ۱۸ مه او ۲۰ مه نېټه مخامخ شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې