بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

شل اوریزه نړیوال جام، هند کرکټ ملي لوبډله دوه نور لوبغاړي د نیټ بالر په توګه اضافه کوي.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډله به د ککلتې او ډهلي لوبډلې څخه دوه پیاوړي لوبغاړي ویکنټيش اییر او اویش خان د نیټ بالر په توګه لوبډله کې اضافه کړي.

د هند کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې اییر او اویش خان دي په اماراتو کې پاته شي او د هند لوبډلې سره دي، د نیټ بالر په توګه توپ اچونه ترسره کړي، یعنې یاد دوه لوبغاړي به د تمریناتو په وخت کې توپ وهونکو ته توپ اچونه ترسره کوي.

له دې مخکې د حیدراباد لوبډلې د لوبغاړي عمران ملک څخه هم غوښتل شوي، چې په اماراتو کې پاته شي او د هند لوبډلې سره یو ځای شي.

د ډهلي لوبډلې اویش خان د هند غوره لیګ په روان فصل کې دویم زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی دی، نوموړي ۲۳ ویکټې ترلاسه کړې دي.

همدرانګه د کلکتې لوبډلې لوبغاړي، اییر بیا په روان فصل کې تر دې دمه پورې ۸ لوبې ترسره کړې دي، چې په دې لوبو کې ۲۶۵ منډې کړې دي او ۳ لوبغاړي یې سوځولې دي.

ټاکل شوې ده، چې راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام د همدې میاشتې په ۱۷مه نېټه پېل شي او د نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د یوې اتلې لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیږي.

د یادونې ده، چې هندوستان کرکټ ملې لوبډله به تر نړیوال جام مخکې دوې تمریناتې لوبې هم ترسره کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې