نړیوال کریکټ

د پاکستان مشهور تبصره کونکی د شل اوریز نړیوال جام لپاره د هندي «سټارسپورټس» کمنټري پینل کې شامل شو.

د پاکستان مخکښ اردو تبصره کونکی کمنټیټر «طارق سعید» د شل اوریز نړیوال جام لپاره د هندوستان سپورټي تلویزیون “سټار سپورټس” سره د تبصره کونکو پینل کې شامل شوی.

د معلوماتو له مخې طارق سعید به د اکتوبر له ۱۷ مې څه د نومبر ۱۴ مې نېټې پورې په عمان او متحده عربي اماراتو کې د ترسره کېدونکي شل اوریز نړیوال جام په جریان کې له سټار سپورټس څخه په اردو او هندۍ ژبه تبصره وکړي.

هغه د هندوستان پخواني ټیسټ کرکټر لکشمن ، پخواني الراونډر عرفان پټان او پخواني اوپنر اکاش چوپړا سره یو ځای په اردو او هندي ژبه تبصره وکړي.

طارق سعید چې د “راډیو پاکستان” سره یې خپل کار پیل کړی، د مختلف پاکستاني چینلونو لپاره د تبصرې پراخه تجربه لري، پدې ورځو کې هغه د پاکستان کورنۍ “نیشنل ټي ټونټي کپ” سیالیو په جریان کې د تبصرې مسؤلیت ادا کوي.

بابد یاده کړو چې له طارق سعید وړاندې پخواني پاکستاني کرکټر وسیم اکرم ، شعیب اختر ، انضمام الحق او هارون رشید هم د هندي چینلونو لپاره د مبصر په توګه کار کړی دی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې