نړیوال کریکټ

د ویسټ انډیز ښځینه کرکټ ملي لوبډله به روان کال پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان «اې آر وای» د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د ویسټ انډیز ښځینه کرکټ ملي لوبډله به روان کال راتلونکې میاشت د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د معلوماتو له مخې چې کرکټ ویسټ انډیز تایید کړی او دوی دا مهال د مهالویش په اړه د پاکستان کرکټ بورډ سره په خبرو بوخت دي.

راپور زیاتوي چې دغه لړۍ به د نومبر په ۸ مه، ۱۱ مه او ۱۳ مه نېټه په کراچۍ کې ترسره شي، ویسټ انډیزۍ لوبډله به د نومبر په پیل کې کراچۍ ته لاړه شي ترڅو د درې ورځو قرنطین موده بشپړه کړي.

په عین وخت کې د پاکستان د ښځینه لوبډلې روزنیز کمپ ممکن د اکتوبر په ۲۲ مه نېټه په کراچۍ کې پیل شي.

پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د ویسټ انډیز ښځینه لوبډلې سفر به پاکستان ته مثبته اغیزه ولري ځکه چې د ویسټ انډیز نارینه وو لوبډله هم په ډسمبر کې د شل اوریزه او ټیسټ لوبو لپاره پاکستان ته سفر کوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې