دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د هندۍ لوبډلې هغه یوازینی لوبغاړی چې د شل اوریزه نړیوال جام په ټولو ټورنمینټو کې یې برخه اخیستي، په ۲۰۲۱ م کال کې اووم فصل هم لوبوي.

د کرکټ شل اوریزه فارمټ په ۲۰۰۵ م کال کې د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» لخوا رامنځته شو، په ۲۰۰۷ م کال کې یې د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ترسره شو.

له ۲۰۰۷ م کال وروسته بیا په مسلسل ډول ۲۰۰۹ م کال، ۲۰۱۰م کال، ۲۰۱۲م کال، ۲۰۱۴ م کال او په وروستي ځل ۲۰۱۶ م کال کې ترسره شو.

د شل اوریزه نړیوال اتلوالي دوه ځلې ویسټ انډیز، ترڅنګ یې انګلستان، سریلانکا، پاکستان او هندوستان یوځل اتلوالي ترلاسه کړې ده.

د هند لوبډلې اوسنی مرستیال لوبډلمشر «روهیت شرما» چې له هم ځوان دی، لومړی هندي لوبغاړی دی چې د شل اوریزه نړیوال جام په ټولو ۶ واړه فارمټونو کې یې برخه اخیستي.

روهیت شرما په روان کال د شل اوریزه نړیوال جام اووم ټورنمینټ هم ولوبوي، نوموړي په ټولټال ۱۱۱ نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې ۲۸۶۴ منډې جوړې کړي دي چې څلور سلیزې او ۲۲ پکې نیمه سلیزه شاملې دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې