لیګونه

د سریلانکا لنکا پریمیر لیګ سیالیو مهال ویش خپور شو

د سریلانکا کورنيو سیالیو لنکا پریمیر لیګ سیالیو مهال ویش خپور شو چې دسمبر له پنځمې نېټې څخه به پیل چې د دسمبر په درویشتمه نېټه به پای ته ورسیږي.

د مهال ویش له مخې به لومړۍ سیالي د جفنا او ګېل ګلډیټرز لوبډلو ترمنځ به ترسره شي.

ددغو سیالیو لومړۍ راونډ به شل ورځې دوام وکړي او له هغې وروسته به یې دوهم پړاو سیمي فاینل او فاینل ترسره شي.

لنکا پریمیر لیک سیالیو د نیلامۍ پړاو لپاره د افغان لوبغاړو په شمول د ۶۵۰ څخه زیاتو داخلي او خارجي لوبغاړو نوم لیکنه هم ترسره کړي ده.

تیر پړاو لنکا پریمیر لیګ سیالیو کې ځینو افغان لوبغاړو هم ګډون کړی وو،چې ښه ځلیدلي وو.

ټاکل شوي چې دغه لیګ به په جون او جولای میاشت کې په لاره اچول شوی وای،خو د خارجي لوبغاړو د مصروفیاتو له کبله چې په کرابین او سل بالیزه سیالیو کې مصروف وو،دغه لیګ هم وروسته کول شو.

خو اوس سریلانکا کرکټ بورډ غواړي چې یو ځل بیا دغه لیګ په لاره واچوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې